خبرونهسیمه

د امریکا متحده ایالتونو اف- ۲۲ جنګي الوتکې منځني ختیځ ته رسېدلې

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تر ترور وروسته چې په سیمه کې یې د کړکېچ پراخېدو اندېښنې پارولي د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر لوید استین خبر ورکړی و چې د ایران اسلامي جمهوریت، حزب الله او اړوندو نیابتي ډلو پر وړاندې د اسرائیلو د امنیت خوندي کولو په موخه په منځني ختیځ کې خپل دفاعي ځواک پیاوړی کوي.

نن چهار شنبه د اګست ۷مه د امریکا متحد ایالتونو اف-۲۲ جنګي الوتکې له څو جنګي بېړیو سره منځني ختیځ ته رسېدلې دي.

ددې الوتکو لویه ځانګېړنه داده چې له رادار څخه د تېښتي وړتیا لري او ګړندي عملیات تر سره کولی شي.