خبرونهسیمهنړۍ

خیبر پښتونخوا کې وسله والو ۱۹ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نړۍوالې رسنۍ وايي، د پاکستان د خيبر پښتونخوا ایالت د تيرا په قبايلي سيمه کې د پاکستاني عسکرو په يوه پوسته وسله وال بريد شوی دی.

دغه بريد چې تېره شپه ترسره شوی، په کې ۷ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي. په وژل شويو کسانو کې د پوځ يو ځايي قوماندان هم موجود دی.

سرچينو رسنيو ته ويلي چې د اورکزۍ سکاوټس په نوم پر دغه پوسته باندې وسله والو له څلورو خواوو بريد کړی دی.

د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخېستی دی.

په پاکستان کې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د پوځ د رسمي شمېرو له مخې د وسله والو په بريدونو کې ۱۳۹ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.