خبرونهنړۍ

برازیل کې د الوتکې د رالویدو په پېښه کې ۶۲ کسان وژل شوي


د برازیل چارواکو په وینا، یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۶۲ کسان پکې سپاره وو، د جمعې په ورځ د برازیل د ساو پاولو ښار ته نږدې په یو کوچني ښار “وینیډو” کې رالویدلې او ټول سپاره کسان په کې وژل شوي دي. د “وو پاس” شرکت اړوند دغه الوتکه د برازیل د کاسکاویل ښار څخه خپله الوتنه پېل کړې وه او له شاوخوا ۴۵۰ میله مزل وروسته رابریوتې ده.

د سیمې چارواکو رسنیو ته ویلي چې که څه هم الوتکه د یوه کور په انګړ کې راپریوتې خو د ځمکې پرمخ او د کور اوسیدونکو ته یې کوم ځاني زیان دی اړولی خو په الوتکه کې د سپرو کسانو له ډلې یو هم ژوندی نه دی پاتې.

په انټرنیټ کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې الوتکه د آسمان نه په داسې حال کې رالویږي چې اور یې اخستی وو او ځینې ویډیوګانې د ځمکې نه د تور دود لویه څپه ښکاروي.

د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سیلوا د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې د ټولو قربانیانو لپاره د یوې دقیقې چوپتیا غوښتنه وکړه.

د فلایټ رادار۲۴ ویب پاڼه چې د الوتنو اړوند معلوماتو چمتو کونکې ده وایي چې دغه الوتکه د “ATR72” ماډل دوه ماشین لرونکې الوتکه وه چې د دوو اروپایي شرکتونو “ ایربس او لینوارډو” لخوا په ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوې وه او د ۶۸ مسافرو د وړلو توانایي یې درلوده.

دغه الوتکه د ATR 72 موډل وه، چې د اروپا د هوایي شرکتونو ایربس او لیوناردو لخوا تولید شوې وه. د برازیل د هوایي چلند ریکارډونه ښيي چې دغه الوتکه په ۲۰۱۰ کال کې تولید شوې وه او تر ۶۸ مسافر وړلو جواز یې درلود.