افغانستانخبرونه

طالبانو په افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليت په اړه راپورونه پروپاګند وباله

د طالبانو د حکومت ویاند په افغانستان کې د داعش په ګډون، د بهرنیو تروریستي ډلو د فعالیت خبرونه بې‌بنسټه او پروپاګند وباله.

ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د دوی حکومت چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت پر ضد وکاروي.

تر دې مخکې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ولادمیر ورونکوف، امنیت شورا ته ویلي وو، چې د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګه هڅه کوي چې ځان ته نور جګړه ماران جلب کړي.

مجاهد لیکلي چې په افغانستان کې د داعش د پراخ موجودیت او په تهدید بدلیدو په اړه د غربي هېوادونو او نهادونو اندیښنې بې ځایه او پروپاګند آمیزه دي.

ده لیکلي، د طالبانو ځواکونو په افغانستان کې د داعشي پدیدې په وړاندې جدي مبارزه کړې او هغوی یې سخت ځپلي دي.

د ده په خبره، د افغانستان ټوله جغرافیه د طالبانو تر بشپړ تسلط لاندې ده؛ هیڅ خپل سرې کورنۍ او بهرنۍ ډلې د فعالیت مجال نه لري.

مجاهد یو ځل بیا ویلي چې طالبان د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت په ضد وکاروي او یا چاته له افغانستان څخه تهدید پیښ شي.