ټیکنالوژي

يوټيوب د خپلو لیدونکو لپاره يو نوی افشن فعال کړ

د يوټيوب کمپنۍ لخوا د خپلو ليدونکو لپاره يو نوی افشن فعال کړ چې له مخې يې د يوټيوب لیدونکي کولی شي، غلطې او ذهن خرابوونکې وډيوګانې په نښه کړي.

د ګوګل کمپنۍ د  9TO5 د راپور له مخې، د يوټيوب د دغه نوي افشن موخه په دغه پلېټ فارم کې د ګمراه کوونکو موادو او ويډيوګانو مخنيوی دی.

په دغه نوي افشن کې د يوټيوب کاروونکي کولی شي ذهن خرابوونکي او دروغ ويډيوګانې په نښه کړي او وضاحت لرونکې نښه ور اضافه کړي.

دغه نښه به د يوټيوب ريويو د پروسس نه وروسته د ويډيو په کښتنۍ برخه کې تر سترګو کېږي.