خبرونهنړۍ

غزه کې پر ښوونځي د اسرائیلو برید؛ شاوخوا ۱۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

اسرائیلي ځواکونو په داسې حال کې چې امریکا، قطر او مصر پرې له حماس سره د اوربند کولو زور راوستی، د غزې په علاج الدراج سيمه کې په يوه ښوونځي چې ملکي وګړو په کې پناه اخېستې وه، برید کړی چې شاوخوا سل فلسطیني وګړي په کې وژل شوي دي.

د عربي رسنيو د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې لسګونه کسان ټپيان شوي هم دي. په مړو او ټپيانو کې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

اسرايلي ځواکونو بیا ويلی چې په دغه ځای کې د حماس غورځنګ د جنګیاليو پټنځای و او وسله وال په کې اوسېدلی.

د حماس غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د دغې جګړې له پيل څخه چې د تېر کال په اکتوبر کې پيل شوې تر اوسه پورې ۳۹زره او ۷۰۰ فلسطیني وګړي وژل شوي او ۹۱ زره او ۷۰۰ نور ټپيان دي.