د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د غزې پر یو ښوونځي د اسرائیلو هوايي برید چې لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطیني وګړي پکې وژل شوي، په کلکو ټکو غندلی دی.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شنبه د زمري پر ۲۰مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې دا برید «په کلکو ټکو» غندي.
هغه زیاته کړې: «طالبان یو ځل بیا د دغه جنایتکارانه عمل غندنه کوي او د اشغالګر رژیم پر ضد د سیمهییزو او نړیوالو عملي اقدماتو غوښتنه کوي چې د فلسطیني وګړو د نسل وژنې مخه ونیسي.»
د یادونې ده چې نن سهار د غزې ښار مرکز الدراج سیمې پر یو ښوونځي د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
د راپورونو په حواله، په دې ښوونځي بېځایه شوي فلسطینیان مېشت وو.