افغانستانخبرونه

په فاریاب کې یوې ځوانې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

په فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې یوې پيغلې ځان‌ وژلی دی.

یادې نجلۍ د پشتون کوټ ولسوالۍ په اقدره کلي کې ځان زندۍ کړی دی.

په فاریاب کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس‌الدین محمدي ویلي چې دا نجلۍ مژګان نومېده او ۱۸ کلنه وه.

نوموړي زیاته کړې چې مژګان ځان په خپل کور کې زندۍ کړی دی.

محمدي د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی ګڼلی دی.