افغانستانخبرونه

امریکا یو ځل بیا له طالبانو د درېیو امریکايي وګړو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د امریکا متحده ایالتونو په بهرنیو چارو وزارت کې د برمته نیونې د چارو لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي روجر کارسټنس تېره شپه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې رایان کوربت او محمود شاه حبیبي دوه کاله مخکې په افغانستان کې اسیران شول.

محمود شاه حبیبي د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې د القاعده شبکې د پخواني مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو ۱۰ ورځې وروسته ونیول شو چې تر اوسه یې د برخلیک په باب معلومات نه شته.

حبیبي د افغانستان تابعیت هم لري.

هغه لیکلي،  د رایان کوربت او محمود شاه حبیبي تر څنګ بل امریکايي وګړی جورج ګلیزمن هم له اوږدې مودې راهیسې اسیر دی، چې کورنۍ یې نه زغمل کېدونکی درد ګالي.کارسټنس لیکلي چې دوی خپلو هڅو ته دوام ورکوي، چې دغه کسان بېرته له خپلو عزیزانو سره یوځای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کې ویلي چې محمود شاه حبیبي او دوه نور امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې په خراب وضعیت کې دي.

طالبانو هم منلې وه چې یاد کسان له دوی سره زنداني دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *