د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ ویلي چې د دغه هېواد له یوه زندانه شپږ بندي افغانان خوشې شوي دي.
یادې قونسلګرۍ شنبه د زمري پر ۲۰مه پر خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې دا کسان د دغې قونسلګرۍ له هڅو وروسته د «سولجر بازار له حوزې» ازاد شوي دي.
قونسلګرۍ لیکلي: «دا افغانان چې د کډوالۍ کارټونه یې لرل، د یادې حوزې د پولیسو له خوا د ناڅرګند لامل له کبله بندي شوي وو چې پر وخت د دغې جنرال قونسلګرۍ له ګام او له بندي کېدو ۴۵ دقیقې وروسته، د شپې په ۱۱:۴۵ بجو د پولیسو له حوزې خوشې شول.»
په دې وروستیو میاشتو کې پاکستان هلته د مېشتو افغانانو د نیولو او شړلو لړۍ پېل کړې ده.
څه موده وړاندې هم ۲۱ افغانان له پاکستاني بندخونو ازاد شوي وو.