د طالبانو په زندانونو کې د امریکايي اتباعو نامعلوم برخلیک
د طالبانو د رژيم د درې کلنۍ په درشل کې يوې امریکايي وګړې آنا کاربیټ د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه د خپل مېړه راین کاربیټ د خلاصون غوښتنه کړې ده. نوموړی شاوخوا دوه کاله کېږي چې له طالبانو سره بندي دی.
۴۱ کلن کاربیټ له خپلو درېیو نورو همکارانو سره چې يو يې جرمنی او دوه افغانان دي، د افغانستان شمال ته د سفر پرمهال طالبانو نيولی دی.
تېره اوونۍ ۴۳ کلنې آنا کاربېټ په داسې حال کې چې د سپينې ماڼۍ مخې ته ولاړه وه، يوه ویډيو يې ثبت کړې چې په کې یې د جوبايډن له حکومت څخه د خپل مېړه د خلاصون غوښتنه کړې ده.
هغې ويلي: (زه پيسه داره نه یم، د نورو په څېر سرچینې نه لرم، واقعيت سره نه پوهېږم چې څه وکړم؟.)
هغې په ژرغوني غږ په دغه ويډيو کې ويلي: ( زه د سپينې ماڼۍ په داسې ځای کې ولاړه یم چې ښايي ډېر نږدې راته د امريکا ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان حضور ولري، سالیوان سره ما په تېره جولاي کې لیدلي وو، هغه راته ويلي وو که مېړه دې راخلاص نه شو، بیا راسره وګوره.)
کاربیټ د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه هغه مهال چې په کابل کې د یو بيلوټه برید پرمهال د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو، نیول شوی دی.
طالبانو هغه د حکومت ضد کړنو په تور نیولی خو رسماً يې د هغه د جرم په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د جولای په نیمایي کې تایید کړه چې د راین کاربیټ سربیره، جورج ګلیسمن او محمود حبیبي چې یو افغان نژاده امریکایی دی، هم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي. حبیبي د افغانستان په تېر حکومت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر و او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د دغه حکومت له نسکورېدو وروسته یې په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه.
تر دې مخکې یوې باوري سرچینې فارس انډیپنډنټ ته ویلي و، چې طالبانو له امریکا سره د همکارۍ او د ایمن الظواهري د استوګنې د افشا کولو په تور د محمود شاه حبیبي په ګډون د یوه خصوصي شرکت څو لوړپوړي کارکوونکي نیولي دي. د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر کور ته څېرمه د ACG د خصوصي شرکت يوه سي سي ټي وي کامره نصب شوې وه او همدا کار يې د ياد شرکت د کارکوونکو د نيولو لامل و.
دې سرچینې روښانه کړې چې طالبان باور لري چې د امریکا د ملي استخباراتو او امنیت اداره (سي آی اې) د ACG د معلوماتو په کارولو سره د ایمن الظواهري د څارنې توان درلود.
په دې وروستیو کې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې FBI اعلان وکړ چې په افغانستان کې د محمود شاه حبیبي د ورکیدو په اړه تحقیقات کوي.
FBI اعلان وکړ چې ښاغلي حبیبي په کابل کې په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه او د دغه شرکت له چلوونکي او ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای تښتول شوی و، خو له ښاغلي حبیبي او یو بل کس پرته نور ټول خوشي شوي دي.
په واشنګټن کې د FBI د دفتر مرستیال ډیویډ سنډبرګ ویلي، دوه کاله کېږي چې ښاغلی حبیبي ورک شوی او دوی خپلې کورنۍ ته د هغه د بېرته ستنولو لپاره هر څه کوي.
هغه وویل: (ایف بي آی د اتباعو، قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ ته ژمن دی او د هغوی په استازیتوب ځوابونه غواړي.)
FBI له هر هغه چا څخه چې د محمود حبیبي د قضیې په اړه معلومات لري وغوښتل چې دا معلومات دې ادارې یا نږدې د امریکا سفارت یا قونسلګرۍ سره شریک کړي او ډاډ یې ورکړ چې دا معلومات به محرم وي.
د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای په دریمه د دوحې په دریمه غونډه کې خبریالانو ته وویل چې دوه امریکايي اتباع په افغانستان کې بندیان دي او دا چې واشنګټن باید د دغو دوو بندیانو د خلاصون په اړه د افغانستان شرطونه ومني، خو څرګنده یې نه کړه چې د دوی شرایط څه دي.
طالبان د امریکایانو په ګډون د بهرنیو اتباعو د خلاصون په بدل کې د امتیازاتو غوښتنه کوي. له همدې امله، دوی د دغو کسانو په وړاندې تورونه مشخص نه کړل. د افغانستان له پخواني حکومت او د هغوی له غربي متحدینو سره د دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې یې په وار وار غربي اتباع او د هغوی پوځیان یرغمل کړل او بیا یې له غربي دولتونو سره معاملې وکړې.
طالبان د اسلامي شريعت پر بنسټ د نظام د جوړولو ادعا کوي او په بېلابېلو تورونو یې افغان او بهرني اتباع نيولي دي. د طالبانو په زندان کې د بهرنیانو د شمېر په اړه کره شمېره نشته.
د طالبانو په محکمو کې د عدالت د نشتوالي په اړه جدي اندېښنې شته او د بشري حقونو سازمانونه د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې په اړه خبرداری ورکوي.