د امریکايي رسنيو د راپور له مخې، د دغه هېواد په مشرانو جرګې/ ګانګرېس کې د ډېموکراټ ګوند ځينو غړو دغه هېواد د بهرنيو چارو او مالي له وزارتونو څخه د بنګله دېش د حکومت پر پخوانیو چارواکو د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده.
د امریکا دغو قانون جوړوونکو په يو لیک کې چې د بهرنيو چارو او ماليې وزارتونو ته یې لېږلی، د بنګله دېش مشران یې د دغه هېواد له مظاهره کوونکو سره په وحشیانه چلند تورن کړي او د شيخ حسینه د ګوند (عوامي لیګ) پر عمومي منشي او د کورنيو چارو وزير باندې یې د سختو بنديزونو ټينګار کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ويلي چې اوسمهال په دې اړه پرېکړه کولو باندې غور لا نه دی شوی.
شيخ حسينه چې له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهېسې يې پر بنګله دېش حکومت وکړ، بلاخېره د مظاهره کوونکو پرلپسې قهرجنو مظاهرو اړ کړه چې له حکومت استعفی وکړي او هند ته وتښتېده.