افغانستانخبرونه

تېرو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې د ناچاوده توکو په چاودنو کې ۳۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۳۲۰ تنه افغانان د ناچاودو وسایلو او ماینونو په چاودنو کې ژوبل یا وژل شوي دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په راپور کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې په دې کسانو کې ۲۶۵ تنه یې ماشومان دي چې د ټولو قربانیانو څه باندې ۸۲ سلنه کېږي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د راپور له مخې، ساري ناروغۍ، خوارځواکي، او رواني ستونزې هم د افغانستان د څه باندې ۴۰ کلونو د جګړې ناوړه اغېزې دي چې افغانان ورسره مخامخ دي.

د یادونې ده وړ چې په افغانستان کې له پخوانیو جګړو ماینونه پاتې دي او تل له افغانانو قرباني اخلي.