راپورونه وایي چې د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفاف د يو رسمي سفر پرمهال کابل ته نن سهار را ورسېد.
تر اوسه د نوموړي د سفر موخه څرګنده شوې نه ده خو د کابل تلیګراف په لاس راغلی انځور څرګندوي چې د نوموړي هر کلي ته د کابل نړۍوال هوايي ډګر ته د نورو چارواکو سربېره د طالبانو د رياست الوزار مرستيال عبدالسلام حنفي هم ورغلی دی.
عبدالله عارف اف د خپل هېواد په یوه الوتکه کې کابل ته راغلی دی.