د طالبانو ویاند، د دوی د مشر له د حکم پر اساس، په یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوي کسان ګمارل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کې لیکلي، د برېښنا شرکت مخکنی رییس ملا محمدحنیف حمزه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال، د چارو ادارې لوی ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت تشکیلاتو د بیاکتنې مخکنی رییس مولوي حسامالدین صابري د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال، د ۲۰۵ البدر قولاردو د پنځمې سرحدي لواء مخکنی قوماندان ملا امینالله زبیر د هلمند د امنیه قوماندان، ملا محمدهمایون جهادیار د بغلان د والي د مرستیال په توګه ګمارل شوي دي.
هغه لیکلي چې د هلمند مخکنی امنیه قوماندان مولوي عبدالحکیم مبارک د ۲۰۵ البدر قولاردو د پنځمې سرحدي لواء د قوماندان په توګه، د بغلان د والي مخکنی مرستیال ملا احمدالله مبارک د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ پلې لواء د قوماندان، د چارو ادارې لوی ریاست مخکنی مالي او اداري معاون قاري عبدالولي صدیقي د اریانا افغان هوايي شرکت د ريیس په ټوګه ټاکل شوي دی.
مجاهد د معلوماتو له مخې، دغه راز د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ مخکنی مرستیال مولوي حمدالله زاهد د افغانستان برېښنا شرکت د رییس او د افغانستان د اوسپنيزې کرښې مخکنی مالي او اداري مرستیال محمدنعیم اغا د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د رییس په توګه ټاکل شوي دي.