افغانستانخبرونهلوبې

کابل کې د فوټبال، والیبال، باسکټبال او پینګ‌بانګ لوبې ترسره شوې

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او المپيک ملي کمېټې له لوري ورزش ته د ځوانانو هڅونې په موخه د فوټبال، والیبال، باسکټبال او پینګ‌بانګ لوبې ترسره کړې.

دغه لوبې د نجیب تلاش خیریه بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې.

په دغو لوبو کې د فوټبال، والیبال، باسکټبال او پینګ‌پانګ لوبډلو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د یادو سیالیو تنظیموونکی او سوداګر احسان‌الله کامه‌وال وايي، یادې سیالۍ یې په هېواد کې ورزش ته د ودې ورکولو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه جوړې کړې وې.

نوموړي زیاته کړه، دغه شان ورزشي سیالۍ به په ولایتونو او ولسوالیو کې هم ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *