افغانستانراپورونه

افغان خبریاله: که په وطن پاتې وای نو له ځان وژنې بله لاره به ورسره نه وه پاتې

افغان خبریاله شبنم دوران: هغه څوک چې باور لري، که په افغانستان کې پاتې شوې وای او د انجونو پر وړاندې د طالبانو سخت دریځي او بندیزونه یې له نږدې تجربه کولی، نو ښایي له ژور خفګانه ورته یوازې یوه لاره پاتې وای، چې خپل ځان یې خپله وژلی وای.
شبنم دوران له ۲۰۱۶ کال راهیسې د افغانستان له بېلا-بېلو رسنیو سره د خبریالې په توګه کار کړی. هغه وایي له کوچنیتوبه یې د ژورنالیزم سره مینه لرله، چې د همدې مینې له امله د مکتب له وخته د رسنیز ډګر کې کار پیل کړ.


که څه هم شبنم دوران اوس د ژوند سهولتونو او خوندي ژوند څخه برخمنه ده، خو د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط یوې ورځې هغه شېبه یې نده هېره کړې، کله چې یې پر ټولنیزو رسنیو ولیدل چې پګړۍ په سر او کالي په تن یو طالب د هغې پر پخوانۍ چوکۍ ناست دی، د ملي بیرغ پر ځای د طالبانو بیرغ ځوړند دی، او شډل ډول خبرونه وړاندې کوي. وایي دا صحنه ورته دومره درنه وه، چې په الفاظو یې کېسه نه جوړیږي.
د سقوط په دوهمه ورځ د طالبانو ویاند ذبیح ‌الله مجاهد یو رسنیز کنفرانس کې وویل، د ښځو د کار او زده کړو سره مخالفت نلري. د دې اعلان سره شبنم دوران هیله منده کیږي او دفتر ته ولاړه، تر څو د خبریالې په څوکۍ بیا خبرونه ووایي. خو دا اعلان یوازې د کامرې مخې ته وو، ځکه چې شبنم دوران ته د طالبانو لخوا اجازه ورنکړل شوه، تر څو تلویزیون انګړ ته ننوځي. دوران په ډکو سترګو له هغې دروازې بیرته ناهیلې ستنیږي، چې پخوا به هر ورځ له یو کاري پلان سره دفتر ته ورتلله.


هغې له کور څخه یو ویډیوي پیغام ثبت او پر خپل فیسبوک خپور کړ، چې خپل فریاد او تلویزیون ته د طالبانو له لوري د اجازې نه ورکولو لنډه کېسه یې پکې کړې وه. دا ویډیو په لنډ وخت کې میلیونونو خلکو ولیده. شبنم وایي، د ویډیو خپرولو پښېمانه نه وه، خو دا وېره ورسره وه چې کورنۍ ته به یې له امله زیان ورسېږي. وایي، هره شېبه یې دا احساس کاوه چې طالبان به یې ووژني.
که څه هم له خپل کور کلي او وطن مسافر کېدل هر وخت د چا په خوښه نه وي، خو بالاخره د بریتانیې د حکومت په مرسته، د اګست پر ۲۵مه شبنم دوران له افغانستانه ووتله. وایي دا تر ټولو سخت تصمیم و چې خپله کورنۍ، وطن، او ژوند پرېږدي او په یوه نوي، ناپېژندلي چاپېریال کې له سره ژوند پیل کړي.
نږدې دوه کاله وروسته، شبنم دوران په جلاوطنۍ کې بېرته رسنیز کار پیل کړ. دا شېبه یې د بیا زېږېدو په څېر یاده کړه. وایي ویاړي چې له وطنه لرې هم د افغان انجونو یو رسا غږ دی، او تر هغه به خپله مبارزه جاري وساتي چې د افغان مېرمنو حقونه بېرته نه وي ورکړل شوي.


په افغانستان کې یوه بله ښځینه خبریاله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي هره ورځ چې په ماسک کې خبرونه وايي داسې وي لکه چا چې زندۍ کړی وي زیاتوي ورځ تر بلې له سختو رواني ستونزو سره مخ کیږي.
افغانستان ته د طالبانو تر رتګ وروسته په ښځینو په ډيرو برخو کې بندیزونه ولګول شول چې د نورو برخو ترڅنګ یې رسنیزه برخه کې هم ښځینه تر ډيره فشار لاندې نیولي رسنیو ته د ښځینو تګ په ځینو ولایتونو کې په رسنیو کې د هغوي د غږ نه خپریدل او د محرم تګ او په تلویزیون کې د ماسک سره خبرونه او خپرونې وړاندې کول هغه څه دي چې دوي له سختو ننګونو سره مخ کړي دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *