
کابل ټیلیګراف – ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د استرالیا په میلبورن ښار کې یو مهال پر یهودي عبادت ځای او یوه اسرائیلي رستوران د نامعلومو کسانو له خوا بریدونه وشول.
د نړیوالو خبري اژانسونو په وینا، په میلبورن کې پر یوه تاریخي یهودي عبادت ځای هغه مهال اور اچوونکی ماده وغورځول شوه، کله چې هلته ګڼ شمېر خلک د عبادت لپاره راټول وو.
د دغه را پور له مخې؛ د اور اچوونکي مادې له غورځولو سره د عبادتځای یوه برخه سوځېدلې او ودانۍ ته زیان رسېدلی، خو خلکو ته د سر زیان په اړه را پور ندی ورکړل شوی.