افغانستانخبرونهراپورونه

 طالبانو په دفاع وزارت کې د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵مه کليزه ونمانځله

د طالبانو د حکومت له لوري د دفاع وزارت د غونډو په تالار کې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۵مه کليزه ونمانځله.

په دغه مراسمو کې د طالبانو د ريیس الوزرا دوو مرستیالانو، د کورنیو، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو سرپرستانو او یو شمېر نورو چارواکو برخه اخېستې وه.

د غونډې تر پیل وړاندې د دفاع وزارت په انګړ کې نظامي قطع د ریاست الوزرا مرستیالانو ته تقدیم شوه او بیا د غونډو په تالار کې غونډه پيل شوه چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ملي راډيو تلویزیون په ژوندۍ بڼه خپروله.

په دغو مراسمو کې د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وويل چې د تېر په څېر افغانانو يو ځل بیا په زياتو قربانيو او سرښندنو هېواد کې امريکا ماته کړه چې اوسمهال افغانستان کې يو سوچه او سراسري اسلامي نظام واکمن دی‌.

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند بیا وویل چې د زمري د ۲۸مې نمانځل موږ ته داسې درس راکوي چې زموږ پلرونو په تش لاس د استعمارګرو پر وړاندې مبارزه وکړه او انګریزان يې مات کړل او د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه چې د دې ازادۍ ساتنه د ټولو افغانانو ديني او ملي وجيبه ده.

دغه راز دې مراسمو کې د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد وویل، د زمري د ۲۸مې په شان د ورځو نمانځل، د دې لپاره دي چې د خپلو پلرونو او مشرانو تاريخ او ياد تازه وساتو او له استعمار څخه د هېواد د آزادۍ او د واکمن اسلامي نظام د ساتنې په خاطر هر راز قربانيو ته چمتو و اوسو.

دغه راز د بهرنيو چارو سرپرست امیرخان متقي وويل، هغو هېوادونو ته چې خپلواکۍ ورکړل شوې په قدر یې نه پوهېږي او بېرته ترې ځايه شوې خو هغوی چې د قربانیو په بدله کې خپلواکي تر لاسه کړې د نړۍ سیالان شوي دي.

په دغو مراسمو کې د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدين حقاني ټينګار وکړ چې طالبان دې د تېر نظام چارواکو او مسوولینو ته پيغور نه ورکوي ځکه عمومي عفوه شوې او دا د دوی حق دی چې په دې هېواد کې ازاد ژوند وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *