افغانستانخبرونه

کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو پرانیستو غوښتنه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلواکۍ د ۱۰۵ کلیزې په مناسبت ویلي، د هېواد راتلونکې د ځوان نسل په تعلیم پورې تړلې ده او طالبانو باید د نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي خلاص کړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږ ټوولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د خپلواک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره اړینه ده چې د علم په ګاڼه سمبالې نجونې د خپلو وروڼو ترڅنګ ودرېږي او هېواد له احتیاجه خلاص کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې دا مهال نژدې یونیم میلیون نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو او پوهنتونونو څخه بې برخې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *