سېمهییز چارواکي وایي، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یوه ځوان چې رواني ناروغۍ یې درلوده ځان زندۍ کړي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
په یاد ولایت کې یوه سرچینه وایي چې دهغ ځوان هدایت الله نومیده او تېره ورځ یې د لښکرګاه ښار اړوند «کلا کهنه» سیمه کې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، هغه له څه مودې څخه رواني ناروغي درلوده او له همدې کبله یې په ځان وژنې لاس پورې کړی دی.
تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.