افغانستانخبرونهنړۍ

جرمني کې د هغو افغانانو پناه غوښتنه له ګواښ سره مخ ده چې رخصتيو کې افغانستان ته تللي

د جرمني حکومت وايي، د هغو افغانانو د پناه غوښتنې د دوسيو په اړه له سره غور کېږي چې د اوړي په رخصتيو کې افغانستان ته تللي او ښايي، د پناه غوښتنه يې له ګواښ سره مخ شي.

د جرمني په ګډون اکثره اروپايي هېوادونو کې عموم کې د جولاي او اګسټ مېاشتې د اوړي رخصتۍ وي چې د نورو هېوادونو پناه غوښتنونکي په کې اکثريت خپلو هېوادونو ته د رخصتۍ تېرولو لپاره ځي.

خو د جرمني حکومت وايي، د افغان پناه غوښتنونکو لپاره د اوړي د رخصتۍ شرايط جلا دي او هغه افغانان چې په رخصتۍ کې خپل هېواد ته ستانه شوي وي، د پناه غوښتنې دوسیو باندې يې له سره غور کېږي او ښايي له ګواښ سره مخ شي.

د جرمني د پارلمان ځینې غړي او د کډوالو کمېشنر ویلي، په وروستیو کې ګڼ افغانان په تېره بیا هغو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې جرمني ته کډه شوي او د ور متوجه خطر په خاطر یې پناه غوښتې اوس په اسانۍ افغانستان ته سفرونه کوي.

له ارټي‌ال جرمني تلوېزیون سره په خبرو کې د کرسشن ډیموکراټيک او محافظه کاره ګوند د ایتلاف د پارلماني ډلې مرستیال تورستین فرای ویلي، د حیرانۍ ځای دی چې حکومت له دې مسئلې سره هېڅ چلند نه کوي.

د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال تر پايه په جرمني کې د مېشتو افغانانو شمېر تر ۴۲۰زره کسانو رسېدلی دی چې ښايي د ۲۰۲۴ کال په تېرو شاوخوا ۸ میاشتو کې دا شمېره تر دې ډېره لوړه شوې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *