افغانستانخبرونه

ننګرهار کې درې کسان د انسان تښتونکو له منګولو ازاد شول

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د ځانګړو پولیسو د قومندانۍ ۹۹۹ قطعې په عملیاتو کې د یوه سیمه ییز خبریال په ګډون درې کسان یې د انسان تښتونکو له منګلو خلاص کړي.

په علامیه کې راغلي دغه کسان تېره ورځ (یک شنبه) د یاد ولایت له شیخ مصري سیمې تښتول شوي‌ وه.

په دغه عملیاتو کې د دوو میرمنو په ګډون پنځه کسان نیول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *