ځانګړي برخهراپورونه

پر طالبانو د پاکستان پرلپسې تورونه؛ درانی: ښايي له افغانستانه د سپټمبر د ۱۱مې په څېر یو بل برید وشي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې ښايي له افغانستان د سپټمبر د ۱۱مې په څېر بل برید وشي.
پاکستانۍ ورځپاڼۍ ایکسپریس ټریبیون نن دوشنبه د زمري ۲۹مه د دراني له قوله لیکلي چې د اوکراین او غزې تر جګړې وروسته نړۍوالې ټولنې افغانستان هېر کړی او په دغه هېواد کې اوس مهال ” داعش” یا د اسلامي دولت خراسان څانګه یوه لویه ننگونه ده.
دراني په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې: ” زما په باور د افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې بې‌غوري ښايي افغانستان د سپټمبر له ۱۱مې څخه مخکې حالت ته راوګرځوي چې هغه حالت بیا د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو لامل شو.”
اصف دراني ویلي، د داعش ډله په افغانستان کې د خپلو سیمو د پراخولو په حال کې ده او په مسکو، تهران او پاکستان کې د داعش له لوري ترسره شوي بریدونه ښيي چې دغه ډله په نورو ځایونو کې هم ورته بریدونه کولای شي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښاغلي دراني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان د هيڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن (دوشنبه، د زمري ۲۹مه) پر خپله اېکس‌پاڼه پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي لیکلي، اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.
نوموړي لیکلي: “په دې مورد هر ډول اندېښنې ردوو، موږ یوځل بیا وایو چې د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت د ځواکونو تر کنترول لاندې او امن ده.”
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له دې وړاندې په وار وار افغانستان د پاکستاني طالبانو خوندي پټنځای بللی، هغه وسله واله ډله چې اوس مهال په پاکستان کې بریدونه کوي.
پاکستان تور پوري کوي چې ټي ټي پي په پاکستان کې بریدونه له افغانستانه تنضیموي، خو په افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ادعاوې په وار وار رد کړي او د پاکستان ناامني یې د دې هیواد کورنۍ موضوع بللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *