د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د اصف دراني د وروستیو په څرګندونو په اړه ویلي چې د هغه څرګندونې له ځمکنیو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اصف دراني، تېره ورځ د پاکستان د پخوانیو سفیرانو سره په یوه ناسته کې ادعا کړې وه چې د افغانستان وضعیت ته ناپامي دغه هېواد بیا د «طالبانو د تېرې واکمنۍ د مهال حالت ته رسولی شي» چې په وینا یې، له امله یې د سېپټمبر د یوولسمې د بریدونو په څېر د یوې بلې پېښې د کېدو شونتیا جوړېدلی شي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان د امنيتي او اقتصادي وضعيت په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د استازي اصف دُراني وروستۍ څرګندونې له ځمکنيو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ګڼل کېږي.
سرچېنې لیکلي، نوموړي چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږي.
اعلامیه کې راغلي، افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی چې د بهرنیو هیوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځانبسياينې لپاره هلې ځلې کوي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د افغانستان حکومت توانېدلی چې داعش ډله په بشپړ ډول وځپي، که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دې ډلې ګواښ په بشپړ ډول له منځه تللی شي.
اعلامیه کې راغلي، يو ځل بيا يادونه کېږي چې ټيټيپي د پاکستان کورنۍ مسئله ده او کورنی حل غواړي، د افغانستان حکومت د خپل نېک نيت ثبوت پخوا وړاندې کړی، نور بايد د پاکستان اغېزناک ارګانونه د ستونزې د حل لپاره عقلاني او عملي اقدامات وکړي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، دُرانی بايد پوه شي چې دا د ديپلوماتانو دنده ده چې پرېنږدي پاروونکې رسنيزې تبصرې يې د هېوادونو اړيکې زيانمنې کړي.