د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، د نړۍ نه پاملرنه په افغانستان کې د ترهګرو ځالې قوي کوي او نړۍ به يو ځل بيا د سپټمبر د يوولسمې د بريد په شان د يوې بلې پېښې شاهده شي.
اصف دراني دا څرګندونې د پاسکتان د پخوانيو سفيرانو په يوه ناسته کې کړي دي.
هغه په دغه ناسته کې ويلي چې نړۍواله ټولنه د اوکراین او غزې په جګړو کې مصروفه ده او افغانستان ته یې پاملرنه کمه شوې ده.
اصف دراني زياته کړې چې په افغانستان کې ۹۷ سلنه وګړي د فقر تر کچې ژوند کوي او هڅه کوي چې خپل هېواد پرېږدي چې دغه برخه کې بايد پاکستان حساس وي او نړۍواله ټولنه يې هم پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.
دی ادعا کوي چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې موجود ده چې سيمې او نړۍ ته يې ګواښ جوړ کړی او وايي، په روسيه، پاکستان او ایران کې وروستي بریدونه هم له افغانستان تظیم شوي دي.
که څه همد د طالب چارواکو تر اوسه د اصف دراني د دغو څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې يې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعاليت موجودیت رد کړی دی.