د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، سره له دې چې په افغانستان کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ پېښه نه ده ثبت شوې خو د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه یې هڅې پیل کړې دي.
د اېم پاکس یا د بیزو تڼاکې ناروغي یوه ساري ناروغي ده چې په دې ویروس د اخته څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږي او د فزیکي تماس له لارې د انسانانو ترمنځ خپریږي. دا ناروغي په کانګو کې متمرکزه ده ، چې شاوخوا ۱۰۰ میلیون نفوس لري.
تېره اونۍ په پاکستان کې هم د دغې ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په یوه کلپ کې ویلي، د بیزو تڼاکې ساري ناروغۍ ته په پاملرنې ددغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې لازم اقدامات اړین دي، چې د همدې له امله د عامې روغتیا وزارت په اړه چمتوالی نیولی دی.
هغه ویلي چې په تیرو څو ورځو کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ریاستونو او ادارو ته وظیفه سپارل شوې چې په افغانستان کې ددغې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره اقدامات ترسره کړي.
زمان زیاته کړې چې دغو دواړو نړیوالو سازمانو ورته د مرستې د چمتو کولو ډاډ ورکړی دی.