په پروان کې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې له تېره یوه کال راهېسې د موسیقۍ غږولو سلګونه را ټولې شوې الې سوځولې دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه الې په ګل غونډې کې سوځل شوي دي.
دغه ریاست د پروان اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د خوښیو مراسمو او ودونو کې موسیقۍ ونه غږوي.
طالبانو له دې وړاندې هم د موسیقۍ غږولو الې سوځولې دي.
تر دې وړاندې د هرات په ګډون په نورو ولایتونو کې هم د موسیقۍ الو د سوځولو راپورونه ورکړل شوي وو.