د نړۍ تر ټولو ډیر عمر لرونکې ښځه په هسپانیا کې د ماریا برانیاس موریرا په نوم د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه
د امریکا غږ د راپور له مخې، موریرا د امریکا په متحدو ایالتونو کې زیږېدلې وه، خو په هسپانیا کې اوسیدله او د دواړو نړیوالو جګړو پر مهال یې ژوند کړی دی.
راپور کې راغلي، د هغې د کورنۍ غړو د نوموړې د ایکس پر حساب لیکلي: “ماریا برانیاس موږ پرېښودلو. هغې د خپلې هیلې سره سم په خوب کې ساه ورکړه، په سکون کې او بې له کوم درد څخه.”
له دې وړاندې ترټولو زیات عمر لرونکی شخص د فرانسې لوسیل راندون وو. هغه د تېر کال جولای د ۱۱۸ کلونو په عمر مړ شو.
ګنیس د ریکارډونو د کتاب د معلوماتو له مخې، د راندون له مرګ وروسته موریرا په نړۍ کې ترټولو زیات عمر لرونکی ژوندی شخص و.
موریرا د ۱۹۰۷ کال د مارچ په څلورمه په متحدو ایالتونو کې زیږېدلې وه او شاوخوا اته کاله وروسته هسپانیې ته تللې وه او پاتې ژوند یې هلته تیر کړی و.
د موریرا له مړینې وروسته په نړۍ کې ترټولو زیات عمر لرونکی ژوندی کس د جاپان تومیکو ایتوکا دی. د ګنیس د ریکارډونو د کتاب د معلوماتو له مخې، هغه د ۱۱۶ کالو دی.