خبرونهنړۍ

د نړۍ ترټولو زیات عمر لرونکې ښځه مړه شوه

د نړۍ تر ټولو ډیر عمر لرونکې ښځه په هسپانیا کې د ماریا برانیاس موریرا په نوم د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه

د امریکا غږ د راپور له مخې،  موریرا د امریکا په متحدو ایالتونو کې زیږېدلې وه، خو په هسپانیا کې اوسیدله او د دواړو نړیوالو جګړو پر مهال یې ژوند کړی دی.

راپور کې راغلي، د هغې د کورنۍ غړو د نوموړې د ایکس پر حساب لیکلي: “ماریا برانیاس موږ پرېښودلو. هغې د خپلې هیلې سره سم په خوب کې ساه ورکړه، په سکون کې او بې له کوم درد څخه.”

له دې وړاندې ترټولو زیات عمر لرونکی شخص د فرانسې لوسیل راندون وو. هغه د تېر کال جولای د ۱۱۸ کلونو په عمر مړ شو.

ګنیس د ریکارډونو د کتاب د معلوماتو له مخې، د راندون له مرګ وروسته موریرا په نړۍ کې ترټولو زیات عمر لرونکی ژوندی شخص و.

موریرا د ۱۹۰۷ کال د مارچ په څلورمه په متحدو ایالتونو کې زیږېدلې وه او شاوخوا اته کاله وروسته هسپانیې ته تللې وه او پاتې ژوند یې هلته تیر کړی و.

د موریرا له مړینې وروسته په نړۍ کې ترټولو زیات عمر لرونکی ژوندی کس د جاپان تومیکو ایتوکا دی. د ګنیس د ریکارډونو د کتاب د معلوماتو له مخې، هغه د ۱۱۶ کالو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *