افغانستانخبرونه

د جرمني د مسيحي ډیموکراټ ټولنې غوښتنه: د افغان او سوریاي پناه‌غوښتونکو د راتګ مخنیوی وکړئ

فردریش مرتس، د آلمان د مسیحي دیموکرات ټولنې مشر، په زولینګن ښار کې د یو ۲۶ کلن سوریایي ځوان لخوا د وژونکي برید په غبرګون کې، په خپله اکس پاڼه خپور کړي‌ پیغام کې دغه هېواد ته د افغان او سوریايي‌ پناه غوښتونکو د ورتګ د مخنیوي‌ غوښتنه کړې. هغه لیکلي: “ستونزه چاړه نه ده، ستونزه هغه کسان دي چې لیږدوي یې. په ډېرو مواردو کې، دوی پناه‌غوښتونکي دي او په ډېرو مواردو کې یې تر شا د اسلام‌پالو انګیزې شته. نور بس دي.” هغه زیاته کړه: “موږ به نور له دې هیوادونو څخه هیڅ پناه‌غوښتونکي ونه منو.”

په زولینګن ښار کې برید، چې د اسلامي دولت ډله (داعش) یې مسئولیت منلی، د جمعې په شپه په یوه عامه مراسمو کې رامنځته شو چې د ښار د ۶۵۰ کلنې تاریخ د لمانځلو لپاره جوړ شوی و. په دغه برید کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان ول.