پوليس وايي، وسله والو کسانو د بلوچستان ایالت کویټې اړوند په موسی خېل سیمه کې د لویې لارې ۲۳ موټر چلوونکي او مسافر له موټرو ښکته کړي او وژلي يې دي.
د موسی خېل سيمې د پوليسو مشر ايوب اچکزي رسنيو ته ويلي نا معلومو وسله والو کسانو تېره شپه په د موسی خېل سيمه کې د لارۍ موټرو چلوونکي او ځينې مسافر له موټرو ښکته کړي او ډزې يې پرې کړې دي.
هغه ويلي، وسله والو کسانو په لويه لاره باندې چیک پاینټ جوړ کړی و او مسافر يې له موټرو ښکته کول.
دی وايي، وسله والو لس موټرونو ته اور هم اچولی دی خو زياتوي چې پوليس سيمې ته رسېدلي او د مړو کسانو جسدونه يې روغتون ته لېږدولي دي.
پوليس وايي، د پېښې پلټنې روانې دي چې نور جزیات به يې وروسته په ډاګه شي.