د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون توشیح ته په غبرګون کې ويلي چې دا هیواد د افغان ښځو او نجونو د غږ خاموشولو لپاره د طالبانو هڅې غندي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د تېرې زمري میاشتې په ۳۱ مه وویل، د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر قانون – چې څلور څپرکي او ۳۵ مادې لري ـ د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو.
یاد وزارت وایی، دغه قانون د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر اړوند چارو او د محتسبینو د دندو او صلاحیتونو تنظیمولو په موخه جوړ او تدوین شوی چې د تطبیق مرجع یې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت دی.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزېرې دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړي دي.
هغې لیکلي: «موږ د افغانستان له ښځو او نجونو سره یو او د هغوی د بشري حقونو ملاتړ کوو.»
تر دې مخکې، امریکا، جرمني، کاناډا، ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې هم په دې اړه سخت غبرګونو ښودلي وو.