افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د یوناما مشره کندهار ته تللې

د طالبانو د کندهار ولایت مقام وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره روزا اوتونبایوا دغه ولایت ته تللې او له سېمه‎ییزو چارواکو سره یې لېدنې کړي دي.

د طالبانو کندهار ولایت مقام دغه څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه کړي دي.

د یوناما مشرې د کندهار لپاره د طالبانو مرستیال والي سره په لېدنه کې ویلي، په افغانستان کي یې کاري موده درې کلونو ته رسیږي او په دې دریو کلونو کي یې پوره کوښښونه کړي، ترڅو د افغانستان او نړۍ ترمنځ اړیکي ټینګي او پياوړي کړي.

هغې زیاته کړه؛ کندهار ته یې په دې موخه سفر کړی، ترڅو دلته له خلګو سره د کوکنارو د بدیل کښت په اړه له نژدې خبري وکړي او بیا آینده کي په یاده برخه کي همکاري وکړي.

د کندهار لپاره د طالبانو مرستیال والي هم د یونما له مشرې غوښتي، ترڅو د خلګو لپاره اساسي پروژې تطبیق کړي، د نشه‌يي توکو د بدیل کښت په برخه کي ژر تر ژره عملي ګامونه واخلي او هم په نشه د روږدو کسانو د درمنلي په برخه کي له اړوند ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.