پاکستاني رسنۍ وايي، ناڅرګندو وسله والو کسانو د بلوچستان ايالت د کولپور او مچهـ سیمو ترمنځ د اورګاډي پټلۍ په بمونو الوځولې چې له امله يې د پاکستان نورو سیمو ته له کویټې د اورګاډي تګ راتګ بند شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، وسله والو کسانو د رېل پټلۍ لاندې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو چې له امله يې د پټلۍ يوه برخه تخريب شوې او لیکه پرې شوې.
په دغه چاودنه کې که څه هم ځاني زیان نشته خو د يوه اورګاډي وروستۍ ډبه يې زیانمنه کړې ده.
بلخوا په پاکستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله وال غورځنګ د دغه برید مسوليت پر غاړه اخېستی دی.