خبرونهنړۍ

په يمن کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۳ کډوال مړه او ۱۴ ورک شوي

د يمن په سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۳ کډوال مړه شوي او ۱۴ نور نادرکه دي. په دغه کښتۍ کې ۲۵ کسان د ايتوپيا هېواد او دوه کسان د یمن اوسېدونکي سپاره وو چې اروپا ته د تګ نيت يې درلود.

د کډوالو نړۍوال سازمان (اي.او.ایم) په یو بیان کې ويلي چې پرون د یم په يو ساحل کې يوه کښتۍ ډوبه شوې او ۱۳ کسان په کې مړه شوي دي.

په مړو شویو کسانو کې ۱۱ نارینه او دوه ښځې دي چې کښتۍ د یمن سمندر اړوند د باب المندب په ساحل کې ډوبه شوې ده.

په راپور کې ويل شوي چې د ورکو شویو کسانو پلټنه روانه ده چې ژوندي او يا يې هم جسدونه وموندل شي.

په جولاي مياشت کې هم په یمن کې د مسافرو يوه بله کښتۍ ډوبه شوې وه چې په کې شاوخوا ۴۰ کسان مړه شوي وو.