د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت ۷ میلیونه افغانیو باندې يو ښوونځی جوړېږي.
ځايي اوسېدونکي وايي، سیمه کې د ښوونځي ودانۍ ته جدي اړتیا وه نو ځکه خلکړ په خپل لګښت د ښوونځي جوړېدو ته ملا وتړله.
یو ځايي اوسېدونکی نقیب خان وايي، پر یاد ښوونځي ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
غزني کې د طالبانو د پوهنې رييس نصیر احمد حسیني وايي، د یاد ښوونځي ودانۍ ډېره زړه وه، چې د سیمې د خلکو له خوا یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاد ښوونځی پر څه باندي دوه جریب ځمکه په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې جوړېږي، ۸ درسي، ۱ اداري خونه، حوېلۍ دېوال او د لوبو لپاره به ځانګړی ځای ولري.
غزني کې اوسمهال ګڼ نور ښوونځي هم ودانۍ نه لري.