د طالبانو ستره محکمه وایي، په زابل ولایت کې په بېلابېلو جرمونو تورنو ۱۲ کسانو ته په عام محضر کې تعزیزي سزا ورکړل شوه.
د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي چې دغو کسانو ته د زابل ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې اړوند د جزا دېوان د پرېکړې سزار ورکړل شوې ده.
سرچېنې لیکلي چې یاد کسان د نامشروع اړيکو، د ښځې تښتونې او د يو چا د وژلو د قصد کولو او د غلا په جرمونو تورن وو.
د دغې محکمې د معلوماتو له مخې، د جزا دېوان اته تنه متهمين له يو کال څخه تر ۶ کالو په تنفيذي بند او له ۲۰ دُرو څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزيري سزا، یو مجرم پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزيري سزا، دوه مجرمين پر يوه کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزيري سزا او وروستی مجرم پر يوه کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزيري سزا محکوم کړی و.
د یادونې ده چې ترې دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیري سزا ګانې ورکړل شوي دي.