خبرونه

طالبان: امریکا د افغانانو د شتمنیو د ډالۍ کولو حق نه لري

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په خپله اېکس پاڼه نن په یو بیان کې د امریکا هغه پرېکړه د نه منلو وړ بللې چې له مخې یې د تېر جمهوري نظام د سقوط پر مهال ازبیکستان ته وړل شوې پوځي الوتکې او هیلي کوپټرې دې هیواد ته پاتې کیږي.

یو شمېر ازبیکستاني رسنیو راپور ورکړ چې په تاشکند کې د امریکا سفیر ویلي چې متحده ایالاتو د دغه الوتکو د برخلیک په اړه له ازبیکستاني چارواکو سره خبرې کړي او هوکړه شوې چې دا هوايي وسایط به هملته پاتې کیږي.

په تاشکند کې د امریکا سفیر جاناتان هینیک ویلي دا الوتکې او هیلي کوپټرې په امریکا پورې اړه لري.

خو د طالبانو دفاع وزارت نن په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا پرېکړه ورته د منلو نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د کابل د سقوط پر مهال یو شمېر افغان پوځیانو ۴۶ پوځي الوتکې او هلیکوپټرې ازبیکستان ته انتقال کړې.

طالبانو له دې وړاندې هم له ازبیکستانه د دغه پوځي هوايي وسایطو د بېرته ورسپارلو غوښتنه کړې وه.