د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ډله وایي، د اسرائیلي حکومت له لوري پر اقصی جومات باندې د صهیونیستانو برید او هلته د يهودي عبادتځای جوړول يو ګواښوونکی عمل دی چې سيمه کې ديني جګړه رامنځته کولی شي.
حماس ډلې دغه راز پر اسلامي نړۍ غږ کړی چې د فلسطین د اسلامي مقدساتو د ساتنې لپاره سره يوځای شي.
حماس ويلي، اسرائيلي حکومت له اور سره لوبې کوي چې د اقصی جومات کې د يهودي عبادتځای جوړول د اسلامي امت په حق کې بې عزتي ده، ځکه دا د مسلمانانو لومړۍ قبله ده او له مقدسو ځايونو څخه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو د حکومت د کورني امنیت وزیر ایتمار بن ګویر ويلي وو: «زموږ سیاست موږ ته دا اجازه راکوي چې اسرائیلیان د معبد په غره کې (اقصی جومات) کې لمونځ وکړي، قانون یهودیانو او مسلمانانو ته يو شان دی، زه عراده لرم چې هلته کنیسه جوړه کړم.»