لوبې

جي شاه د کرکټ نړۍوالې شورا نوی مشر وټاکل شو

د کرکټ نړۍواله شورا (اي.سي.سي) پرون ناوخته اعلان وکړ چې د هند د کرکټ د څارنې بورډ اوسنی مشر جي شاه د کرکټ د نړۍوالې شورا د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

۳۹کلن هندی جي امیتابهاي شاه له کوم سيال پرته دغې دندې ته ټاکل شوی او د ۲۰۲۴ د ډیسمبر په لومړۍ نېټه به د کرکټ د نړۍوالې شورا د اوسني نيوزیلنډي مشر ګرېګ بارکلي پر ځای به نوې دنده پيل کړي.

جې شاه نن په يوه مرکه کې ژمنه کړې چې په خپل نوي رول کې به ټیسټ کرکټ ته لومړیتوب ورکړي او دا يې هم ويلي چې د خپلې دورې په موده کې به د میرمنو کرکټ ته ډیرې سرچینې ځانګړې کړي.