د طالبانو د حکومت لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت د یو خبري کنفرانس پرمهال د داعش د حضور په تړاو د پنټاګون ادعا او په افغانستان کې د ټيټيپي د فعالیت په هکله د پاکستان د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې دي.
هغه په ټینګار سره وويل، دمګړۍ د افغانستان خاوره امنه ده او د ګاونډیو په ګډون د هېڅ هېواد پر وړاندې به ترې کار وانهخیستل شي.
هغه زیاته کړه، داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه لهمنځه تللی، حضور نهلري یوازې یوه بېبنسټه ادعا ده.
د دغه وزارت لوی درستیز همدارنګه زیاتوي چې، ټيټيپي په افغانستان کې مرکز نهلري او له نورو هېوادونو غواړي چې، له افغان خاورې وېره ونهلري.
بلخوا د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ادعا کړې چې د پاکستان د طالبانو تحریک له افغان خاورې خپل عملیات پلاونوي.
له بل لوري د امریکا د دفاع وزارت ویاند هم ادعا کوي چې، په افغانستان کې د سرپرست حکومت حاکمیت ته په کتو لا هم په دغه هېواد کې د داعش په ګډون ترهګرې ډلې حضور لري.