د جرمني صدراعظم اولاف شولز یوځل بیا ټینګار کړی چې په دې هېواد کې مېشت ډېر کډوال به بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړي.
شولز د دغه هېواد د کډوالۍ پر پاليسۍ د نيوکو په ځواب کې يوځل بيا ټينګار وکړ چې ډېر کډوال به افغانستان او سوريې ته ستانه کړل شي.
نوموړي په یوه مرکه کې چې پرون سې شنبه د آلمان د “زيډيایف” تلوېزیوني شبکې له لارې خپره شوه وویل چې په درنو جرمونو محکوم شوي کسان په دغه هېواد کې د پاتې کېدو هېڅ دلیل نه لري.
شولز زياته کړه چې دوى په دې برخه کې په شدت کار کوي، خو د دې لپاره چې دا بهیر بریالی شي، نه غواړي په دې اړه نور جزیيات ورکړي.
هغه زیاته کړه: “موږ ډاډ ترلاسه کوو چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو امکانات برابر شي او موږ غواړو همدا کار د سوریې په هکله هم ترسره کړو. د درنو جرمونو مجرمینو خپل د خوندیتوب حق له لاسه ورکړی او دلته د پاتې کېدو هېڅ کوم دلیل نهلري.”
شولز دا هم وویل چې حکومت یې نه غواړي ټول هغه افغانان او د سوریې وګړي چې د دې هېواد پولو ته رسېږي، له ارزونې پرته رد کړي، خو ټینګار یې وکړ چې د پولو کنټرول باید تر هغه وخته چې امکان لري دوام ومومي.