راپورونه وايي، نن تر غرمې وړاندې د بدخشان ولایت د ریکټر په کچه ۵ اعشاريه ۴ درجې زلزلې لړزولی دی.
د امریکا د زلزلې پېژندنې ادارې په يو راپور کې ويلي چې د دغې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت اشکاشم ولسوالۍ وه.
تر اوسه په دغه زلزله کې د مالي او ځاني زيانونو راپور نه دی ورکړلس شوی.
د دغې زلزلې ټکانونه تر کابل او ننګرهاره هم احساس شوي دي.