ټیکنالوژي

پر امریکا د ایران د انټرنیټي بریدونو دوام؛ دا ځل اسرائيل، اذربایجان او عربي امارت هم ښکار شوي

د امریکا د امنيتي او انټرنيټي خوندیتوب يو شمېر ادارې وايي چې ايراني هېکران لا هم پر امریکا خپلو انټرنيټي بریدونو ته دوام ورکوي او دا ځل يې د امریکا تر څنګ اسرائیلو، اذربایجان او د عربو متحده اماراتو ته هم ګواښ پيښ کړی دی.
د امریکا د داخلي څېړنو فدرال اداره او د امریکا د انټرنيټي خوندیتوب او له انټرنيټي جرمنو سره د مبارزې مرکز تېره ورځ‌ په یوه ګډ بیان کې ویلي‌ چې په اګسټ میاشت کې د امریکا او یو شمېر نورو بهرنېو سازمانونو پر وړاندې د ایراني هکرانو بریدونو دوام درلود.
په دغه اعلامیه کې راغلي‌ چې هکرانو په امریکا، اسرائیلو، اذربایجان او متحده عربي‌ اماراتو کې روغتیایي، تعلمي، مالي‌ او دفاعي او يو شمېر نورې دولتي ادارې په نښه کړې وې.
اف‌بي‌ای د دغو بریدونو موخه هغه انټرنیټي سیستمونه وو چې د معلوماتو خوندي کول او انټرنیټي امنیت لپاره کارول کیږي.
اعلامیه کې دغه راز یادونه شوې چې په ایران کې مېشت دغه هکران د ایران اسلامي جمهوریت ته په ځانګړې توګه سپاه پاسداران ته کار کوي.
په اعلامیه کې د هغو لارو چارو یادونه هم شوې چې هکرانو تر ګټه پورتې کړې او پر وړاندې د مقابلې لپاره یې لارښونې هم شوي.