خبرونهنړۍ

روسیې د اوکراین پر جګړه نیوکه کوونکی خبریال پر ۸ کاله بند محکوم کړ

د روسیې یوې محکمې يو ځایي خبریال د اوکراین په جګړه باندې د نیوکو کولو په تور باندې په ۸ کاله بند محکوم کړ.

د سرګي میخایلوف په نوم دغه ۴۸ کلن خبریال باندې تور دی چې د ۲۰۲۲ کال په مارچ او اپریل کې یې د اوکراین د جګړې په اړه نادرست معلومات خپاره کړي دي، خو اصلا نوموړی اوسمهال د اوکراین د جګړې نیوکه کوونکې لیکنې کوي چې تر ډېره ګمان کېږي په همدې خاطر به محاکمه شوی وي.

نوموړي په ګورو آلتایسک ښار کې د لستوک په نوم یوې پرلیکه رسنۍ سره دنده درلوده.