پاکستاني رسنۍ وايي، وسله والو کسانو تېره شپه د پنجاب ایالت په میانواله سیمه کې د پوليسو په يوه پوسته باندې ډله ييز برید کړی دی.
د لومړنيو رپوټونو له مخې،په دغه برید کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د پنجاب د پوليسو وياند رسنيو ته ويلي، د پاکستاني طالبانو د تحریک شاوخوا ۱۴ وسله والو د ميانوالې په قبول خېل سیمه کې د پولیسو په يوه پوسته باندې ډله ییز برید کړیدی.
د پولیسو ویاند زیاتوي چې وسله والو له لاسي بمونو او راکټونو ګټه اخېسته خو د پولیسو له ځوابي برید سره مخ شوي او یاد برید ناکام شوی دی.
د پاکستاني طالبانو تحریک بیا په دغه برید کې د ډېرې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.