د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د نن مازیګر ځانمرګي برید کې د یوې ښځې په ګډون ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
که څه هم د طالبانو د کابل د امیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ واي چې برید په ملکي خلکو شوی، خو عیني شاهدان وايي چې برید د لویې څارنوالۍ چې اوس د حکمونو د تعقیب په اداره بدله شوې، د کارکوونکو په موټر شوی دی.
خالد ځدران پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، نن مازیګر د کابل ښار ۶ حوزې اړوند قلعهٔ بختیار سیمه کې یو کس پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته انفجار ورکړی چې متأسفانه د یوې ښځې په ګډون ۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي.
بلخوا سیمه کې عیني شاهدان وايي چې ځانمرګی د لویې څارنوالۍ د کار کوونکو په موټر شوی دی.
د عیني شاهدانو په وینا بریدګر ټيک هغه وخت چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې د څارنوالۍ کار کوونکي له دفتر ووتل.