خبرونهنړۍ

مېلر: واشنګټن له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان ترڅنګ ولاړ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلي چې واشنګټن له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په برخه کې د اسلام‌اباد ترڅنګ ولاړ دی.

ډان ورځپاڼې چهارشنبه د سپټمبر پر ۴مه د متیو مېلر له قوله راپور ورکړی چې نوموړي د پاکستان په بلوچستان کې وروستي بریدونه غندلي دي.

مېلر ویلي چې امریکا او پاکستان په سیمه کې له ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې «ګډې ګټې» لري.

نوموړي زیاته کړې: «د پاکستان اوسېدونکي له سخت دریځو او تاوتریخجنو ترهګرو رنځ وړي او زموږ زړه د وژل شویو له کورنیو سره دی.»

پرون د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ ویلي و چې په هیواد کې د اورپکو بریدونو زور اخیستی چې لامله یې په یوه میاشت کې ۸۴ کسان وژل شوې دي.

اخوا، د روان کال د اګست پر ۳۱مه د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ویاندې سبرینا سېنګ بیا ویلي چې واشنګټن په پاکستان کې د اورپکو پر وړاندې د دغه هېواد په پوځي عملیاتو کې هیڅ ډول ښکیلتیا نه لري.