افغانستانخبرونه

میدان وردګو ولایت کې دوو کسانو ته تعریزي سزا ورکړل شوه

د طالبانو ستره محکمه وایي، په میدان وردګو ولایت کې ددو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

سترې محکمې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې یاد کسان پر لواطت متهم وو.

سرچېنې لیکلي چې محکمې دغه کسان پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزيري سزا محکوم کړي وو.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیري سزاګانې وکړل شوې دي.